افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی پاکستان ته تللی دی.
خلیلزاد په پاکستان کې د افغان کډوال لپاره نړیواله ناسته کې ګډون کړی دی. دا ناسته نن د افغانستان، پاکستان او نړیوالو ټولنې د استازو په ګډون جوړه شوې ده.
دا سفر داسې حال کې چې ټاکل شوې ده د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د روانې فبرورۍ میاشتې ترپایه لاسلیک شي.
طالبانو ویلي د دوی او امریکا ترمنځ مذاکرات پای ته رسیدلی او اوس یواځې د تړون لاسلیک کیدو لپاره چمتووالی نیول کیږي.
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د سولې رامنځته کیدو سره دوی له ګاونډیو هیوادونو د افغان کډوالو بیرته راستنیدو ته چمتووالی لري.
د افغان کډوالو په اړه جوړه شوې ناسته کې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هارون چخانسوري، د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي او یو شمیر نورو استازو ګډون کړی دی.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونیو ګوترش هم دغې ناستې ته ورغلی دی.