د کندهار ولایت په ميوند ولسوالۍ کې د يو ټکسي موټر د چپه کېدو له امله شپږ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل دي.
د کندهارد ترافيک مرستیال مشر سردار محمد ناصري وویل، نن شنبه سهار ددغه ولایت په مېوند ولسوالۍ کې یو ټکسي موټر له خپل مسير څخه وتلی او چپه شوی چې له امله یې درې میرمنې، دوه ماشومان او يو د پاخه عمر کس وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل دي.
ناصري په خبره، پېښه د موټر چلونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.