ټایمز مجلې د خپلو سرچینو له قوله لیکلي چې طالبانو په افغانستان کې د ۸۶۰۰ تنو امریکایي سرتیرو پاتې کیدل منلي دي.
دغې مجلې ادعا کړې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د کیدونکې هوکړې یوې برخې ته یې لاسرسی موندلی دی.
سرچینې ویلي که څه هم طالب مشران به په ظاهره افغانستان کې د امریکایي سرتیرو پاتې کیدل ونه مني، خو دا سرتیري به د سولې له هوکړې وروسته افغانستان کې په دایمي ډول پاتې کیږي.
د دغه رپوټ پر اساس طالبانو دا هم منلي چې د امریکا استخباراتي سازمان یا ای اس ای به په راتلونکي کې د دغې ډلې تر کنټرول لاندې سیمو کې فعالیت کوي.
په رپوټ کې ویل شوي چې طالبان به تاوتریخجنه افراط پالنه او ترهګري وغندي او همداشان به د بین الافغاني خبرو پرمهال د اوربند عملي کیدو څارنې لپاره یو میکانیزم جوړیږي.
د همدې ترڅنګ د امریکا د ولسي یوه غړي او د افغان حکومت دوو مهمو چارواکو هم ویلي چې افغانستان کې د ۱۳زرو امریکایي سرتیرو له ډلې، ۸۶۰۰ تنه یې دغه هیواد کې د اوږد مهال لپاره پاتې کیږي.
خو تر اوسه امریکایي چارواکو او یا هم طالب استازو په دې اړه څه نه دي ویلي.