د ایران د فلمونو فستیوال چې تیره شپه په تهران کې جوړ شوی و، دوو تنو افغان ماشومانو پکې د ښه لوبیدو جایزې واخیستې.
د افغان ماشومانو په ګډون زیات شمیر هنرمندانود فجر په نوم د فلمونو ۳۸مه کلني فستیوال کې جایزې ترلاسه کړې.
په دغه فستیوال کې د “روز صفر” او “شنای پروانه” په نوم فلمونو تر ټولو زیاتې جایزې واخیستې، خو د خورشید په نوم فلم چې افغان ماشومانو پکې کار کړی، د کال غوره فلم وبلل شو.
د شمیلا شیرزاد او ابول الفضل شیرزاد په نومونو افغان ماشومانو د ماشومانو او تنکیو ځوانانو په برخه کې په خورشید فلم کې د ښه لوبیدو له امله جایزې ترلاسه کړې.
شمیلا شیرزاد چې د جایزې اخیستو پرمهال یې خبرې کولې وویل: “زه یوه افغانه ماشومه یم چې په هیواد کې مو جګړه روانه ده. زه هغه افغانه نجلۍ یم چې پردې هیواد کې کار کوم. د خپل ژوند تیرولو لپاره په مټرو کې کار کوم. هیله لرم داسې ورځ راشي چې په نړۍ کې هیڅ کارګر ماشوم شتون ونه لري.”
د شمیلا وینا په غونډه کې د زیات شمیر ګډونوالو احساسات وپارول او د هغوی اوښکې یې وبهولې.
د یادولو ده چې دغو ماشومانو په فلمونو کې تر لوبیدو وړاندې د خپل ژوند پرمخ بیولو لپاره په سختو فزیکي کارونو بوخت و.
د فجر د فلمونو فستیوال له ۱۳۶۱ کال راهیسې هر کال په تهران کې جوړیږي، چې له مخې یې د کال غوره فلمونه او لوبغاړي ټاکل کیږي.