په پاکستان کې همجنس خوښو د دغه هیواد پر پارلماني غړو فشار راوړی، ترڅو همجنس خوښۍ ته قانوني بڼه ورکړي.
د پاکستان (د نیوز) او (اکستان ټوډې) خبري رسنیو ویلي همجنس خوښو له څه مودې راهیسې د پارلمان او سناجرګې له غړو غوښتنه کوي چې همجنس خوښۍ ته قانوني بڼه ورکړي.
دا خبره هغه مهال په ډاګه شوه چې د دغه هیواد مشهور خبریال حامد میر په یوه لیکنه کې د پاکستان د پارلمان او سنا جرګو د یو شمیر استازو څرګندونې خپرې کړې.
په لیکنه کې راغلي چې دغو همجنس خوښو ان د پاکستان د اسلامي ګوندونو له سیاستوالو هم ورته غوښتنه کړې، خو دوی دا خبره پټه ساتلې ده.
تردې وروسته د پاکستان د سناجرګې غړي غوث نیازي دا خبره جرګه کې مطرح کړه او له دوی یې وغوښتل چې پاکستان باید د اروپایي هیوادونو د کلتورونو تر اغیز لاندې رانشي.
حامد ویلي چې همجنس خوښو د خپلو غوښتنو د نه منل کیدو په صورت کې د جرګې استازو ته ګواښونه هم کړي دي.
هم جنس خوښي په اروپایي او امریکایي هیوادونو کې قانوني بڼه لري، خو تر اوسه کوم اسلامي هیواد کې دې ښکارندې ته قانوني بڼه نه ده ورکړل شوې.