د کابل قمبر څلورلاې سیمه کې د مارشال محمد قسیم فهیم پوځي پوهنتون مخې ته ځانمرګی برید شوی دی.
ځانمرګي بریدګر نن سه شنبې سهار شاوخوا اووه بجې د مارشال فهیم پوهنتون دروازې مخې ته خپلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، نصرت رحیمي ویليپه دې برید کې درې پوځیان او دوه ملکیان وژل شوياو د پنځو ملکیانو په ګډوننور ټپیان شوي دي.
عیني شاهدانو بیا ویلي چې له چاودنې وروسته یې د ډزو غږونه هم اوریدلي دي.
دفاع وزارت هم د پيښې په تایید سره ویلي چې دې برید کې ۴ تنه د ملي اردو سرتیري او یو ملکي کس وژل شوي او ۵ سرتیري او یو ملکی کس ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دې برید مسوولیت کومې ترهګرې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.