د ننګرهار شیرزاد ولسوالۍ کې د یوه افغان سرتیري په ډزو کې ۷ تنه امریکایي سرتیري وژل شوي دي.
د دغه ولایت ولایتي شورا ویلی چې د شیرزاد ولسوالۍ ودانۍ کې تیره شپه د افغان پوځ په یونیفورم کې یوه کس پر افغان او امریکايي کومانډو ځواکونو ډزې کړې دي.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل ویلي په دې نښته کې شپږ تنه افغان کمانډو سرتیري او یو شمیر د ناټو سرتیري وژل شوي دي.
خو ددې ولایت د ولایتي شورا مرستیال، محمد اجمل عمر ویلي تیره شپه د ننګرهار ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې د یوه افغان سرتیري په ډزو کې اوه تنه امریکايان وژل شوي دي.
ښاغلي عمر زیاته کړې چې د جاوید په نوم افغان سرتیری هم د مقابل لوري په ډزو کې وژل شوی دی.
خو په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ننګرهار پېښه کې دوه امریکايي سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
په خبرپاڼه کې راغلي،چې د افغان ځواکونو په یونیفورم کې یوه کس پر افغان او امریکايي ځواکونو ډزې وکړې.
ملي دفاع وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې پيښه کې د ملي اردو یو سرتیری وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
دغه وزارت ویلي چې دې برید کې دوه تنه امریکایي تیري وژل شوي او شپږ نور یې ژوبل دي.
دفاع وزارت دې پيښې څيړلو لپاره د بسم الله وزیري په مشرۍ یو پلاوی ټاکلی چې په وینا یې د امریکايي ځواکونو سره به یو ځای د پيښې څرنګوالی معلوموي.
دا لومړی ځل نه دی چې افغان سرتیري په بهرنیو ځواکونو برید کوي، بلکې له دې وړاندې هم لسګونه داسې پيښې شوي دي.