ولسمشر غني نن سه شنبې سهار د اقتصاد نړیواله ناسته کې د ګډون په موخه سویس ته روان شوی دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ولسمشر غني د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د اقتصاد نړیوالې مجمع ناسته کې د ګډون په موخه نن سهار د سویس هیواد داووس ښار ته روان شوی دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چېغني به ددغه سفر په جریان کې په اقتصاد نړیواله مجمع کې پر ګډون او وینا سربېره د یادې مجمع رئیس او د یو شمېر هیوادونو له مشرانو او مقاماتو سره هم کتنې ولري.
په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي