د افغانستان دولت د سولې طرحه کې د اوربند پر رامنځته کیدو باندې ټینګار وکړ.
د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي نن جمعه په خپله ټویټر پاڼه کې ولیکل چې د افغانستان دولت او خلکو ته د سولې هغه طرحه د منلو ده چې اوربند پکې اساسي ګام وي.
ښاغلي صدیقي ویلي: “سوله د افغانستان دولت، خلکو اوزموږ د متحدینو اساسي لومړیتوب دی. تلپاتې او باعزته سولې ته درسېدو لپاره چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او خلکو غوښتنه ده، داوربند تامین یوازینۍ لاره ده. هره طرحه چې اوربند په کې د اساسي ګام په توګه مطرح شي، خلکو او دولت ته به د منلو وړ وي.”
دا په داسې حال کې دي چې پرون د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي وویل طالبان د سولې هوکړې لاسلیک کیدو لپاره د تاوتریخوالي کمولو ته چمتو شوي دي.