افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد قطر کې د طالبانو مذاکراتي پلاوي له مشر، ملا عبدالغني برادر سره د سولې درول شوو خبرو بیا پیلیدو څرنګوالي په تړاو خبرې کړي دي.
قطر کې د طالب او امریکایي استازو ترمنځ د سولې خبرې دوه اونۍ مخې له هغه وروسته ودرول شوې چې امریکایي لوري طالبانو ته له هوکړې وړاندې د لنډ مهاله اوربند وړاندیز وکړ.
طالب پلاوي له هغه وروسته پاکستان ته لاړ تر څو د امریکا دغه وړاندیز په تړاو له خپلو مشرانو سره سلامشورې وکړي.
د طالبانو د سیاسي پلاوي ویاند، سهیل شاهین ویلي تر اوسه د طالب او امریکايي استازو ترمنځ خبرې په رسمي ډول نه دي پيل شوي.
د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼېد یو شمیر طالب سرچینو له قوله لیکلي چې خلیلزاد تر اوسه له طالبانو د اوربند په تړاو د خپل وړاندیز ځواب نه دی ترلاسه کړی.
سرچینې دا هم وایي کیدای شي چې د دواړو لورو ترمنځ د اختلافونو ختمولو لپاره کوچنۍ کمیټې جوړې شي.
بله خوا قطري چارواکو پاکستاني رسنیو ته ویلي ټاکل شوې وه چې قطر کې د خلیلزاد له ورتګ سره سم خبرې بیا پيل شي، خو ښکاري چې خلیلزاد د طالبانو له مشرتابه د اوربند په تړاو د پریکنده ځواب په تمه دی.