د هلمند ولایت ځایي چارواکي وایي په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو ترمنځ خپلمنځي نښته شوې ده.
د ۲۱۵ میوند قولی اردو ویاند مرستیال نواب شاه ځدراڼ ویلي د هلمند نادعلي ولسوالۍ په ۳۱ ساحه کې د وسله والوطالبانو پخپل منځي جګړه کې ۶ تنه وژل شوي او ۷ تنه نور يې ژوبل شوي دي.
د ښاغلي ځدران په خبره پيښه داسې مهال رامنځته شوې، چې د وسله والو طالبانو یو ۱۴ کسیز ګروپ غوښتل، په نادعلي ولسوالۍ کې د افغان ملې اردو لمړي کنډک پر یوې امنیتي پوستې ډله اييز برید وکړي، خو تر څنګ يې دطالب وسلوالو یوه بله ډله، چې د ملي اردو ځواکونو یونیفورم يې په ځان و د ۱۴ کسیز ګروپ سره مخ شوی دی.
په پایله کې د دواړو ترمنځ سخته جګړه نښتې او په ترڅ کې يې د دواړو خواوو څخه ۶تنه وژل شوي او ۷ تنه نور يې ژوبل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې ددې پیښې په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.