د پاکستان د تحریک انصاف ګوند سرچینې وايي، د خیبر پښتونخوا د وزیراعلی علي امین ګنډاپور د لرې کولو او پر ځای یې د سهیل اپریدي د ټاکلو پر احتمال غور روان دی.
که څه هم د ګوند مشرتابه تر اوسه په رسمي ډول دا راپورونه نه دي تأیید کړي، خو سرچینې وایي چې د بدلون موضوع د ګوند په لوړو غونډو کې تر بحث لاندې ده.
دا پرمختګ په داسې مهال رامنځته کېږي، چې د ګوند دننه د اختلافونو راپورونه زیات شوي دي.د ګنډاپور او د عمران خان د خور علیمه خان ترمنځ لفظي شخړې او متقابل تورونه د اختلافونو اور ته لا نوره هوا ورکړې ده.
ویل کېږي، د ګوند بنسټګر عمران خان د خیبر پښتونخوا د حکومت د کړنو او د ګوند د چارو له مدیریت ناخوښ دی، چې دا حالت د مشرتابه د بدلون احتمال لا پیاوړی کړی دی.
د پاکستان د اساسي قانون د ۱۳۰ او ۱۳۶ مادو له مخې، د وزیراعلی د لرې کولو پروسه یا د استعفا له لارې، او یا د بېباورۍ د رایې په وړاندې کولو ترسره کېږي.
تر دې دمه، د تحریک انصاف ګوند په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.




























