د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دویم رسمي سفر پر مهال، په لندن کې زرګونه کسانو د هغه پر ضد لاریون کړی دی.
راپورونه ښيي چې د لاریونوالو شمېر له ۵ زرو څخه اوښتی و او دوی د ټرمپ ضد شعارونه ورکول. د لاریون پر مهال د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ د جدي نښتو راپور نه دی ورکړل شوی.
بل لور ته، د ټرمپ سفر ته په بریتانیا کې په حکومتي کچه تود هرکلی شوی، او د هغه د درناوي لپاره په شاهي ماڼۍ کې ځانګړي مراسم ترسره شوي وو.


























