د اسراییل په تازه هوايي بریدونو کې د غزې لږ تر لږه ۶۳ فلسطینیان شهیدان شوي. د جګړې له پیل راهیسې د فلسطینیانو د شهیدانو شمېر اوس له ۶۵ زرو هم پورته شوی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، د فلسطیني چارواکو په وینا د شهیدانو اصلي شمېر تر دې هم لوړ دی، ځکه چې ګڼ شمېر کسان لا هم د ویجاړیو لاندې بند پاتې دي او د موندلو هڅې روانې دي.
بل لور ته، اسراییلي چارواکي وایي چې د غزې اوسېدونکو ته یې ۴۸ ساعته نور وخت ورکړی څو له دې تړانګې ووځي.
چارواکي او بشري بنسټونه خبرداری ورکوي چې د جګړې د دوام په صورت کې د ملکي تلفاتو کچه نوره هم لوړېدلی شي.






























