د پنسلوانیا په ایالت کې د یوې کورنۍ د ستونزې د څېړنې پر مهال وسلهوال برید شوی، چې په پایله کې درې پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
راپورونه وایي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې پولیس د یوې کورنۍ کور ته ورغلي وو، خو په ناڅاپي توګه یو وسلهوال پرې ډزې وکړې. بریدګر د پولیسو په ځوابي ډزو کې وژل شوی دی.
د برید په نتیجه کې دوه ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، چې د ډاکترانو په وینا، روغتیايي حالت یې نازک دی.
چارواکو تر اوسه د پېښې د اصلي انګېزې په اړه څه نه دي ویلي، خو د موضوع څېړنه روانه ده.






















