د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستۍ ناسته کې د هند استازي پارواتانني هرېش څرګنده کړه، چې د د اسلامي امارت پر وړاندې د فشار او مجازاتو سیاست بې پایله ده. نوموړي ټینګار وکړ، چې نړیواله ټولنه باید د اسلامي امارت مثبتو ګامونو ستاینه وکړي او د ناسمو تګلارو په اصلاح کې ورسره مرسته وکړي.
هرېش وویل، د نوي ډیلي اساسي لومړیتوب په افغانستان کې د سولې او ثبات تامین دی.
د هند استازي زیاته کړه، هېواد یې د افغانستان امنیتي وضعیت په نږدې ډول څاري او غواړي له افغان ولس سره خپلې تاریخي او کلتوري اړیکې نورې هم پیاوړې کړي. د هغه په وینا، د افغانستان او هند څو پېړۍ لرونکې تمدني اړیکې د ډیلي لپاره د پراخ تعامل او همکارۍ یوه مهمه وسیله ده.




















