د راپورونو له مخې، یمني ځواکونو د تلابیب ښار په ډرون او توغندیو ویشتی دی. دغه برید د یمن له لوري د فلسطینیانو د ملاتړ په موخه بلل شوی دی.
په غبرګون کې، د اسراییلو پوځ د یمن «الحدیده» بندر بمبار کړی، چې له امله یې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
یمني چارواکو خبرداری ورکړی، که د اسراییلو بریدونه دوام ومومي، دوی به «لا سخت ځواب» ورکړي.






















