مصر اعلان کړی چې د ناتو په څېر به یو ګډ عرب پوځ رامنځته کړي، څو د هر هغه عرب هېواد دفاع وکړي چې له بهرني برید سره مخ شي.
د راپورونو له مخې، وړاندیز شوی ائتلاف به پر ګډې دفاع، سیمهییز امنیت او د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې د چټک غبرګون تمرکز ولري.
سرچینې زیاتوي چې د دې ائتلاف د جوړښت او چوکاټ په اړه له یو شمېر عرب هېوادونو سره خبرې روانې دي.






























