رویټرز راپور ورکړی چې د اسراییلو پوځ پرون د غزې پر بېلابېلو سیمو بمبارۍزیاتې کړي دي. دا بریدونه په داسې حال کې ترسره شوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اسراییل ته سفر کړی دی.د راپورونو له مخې، د تېرې ورځې په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۰ استوګنځي نړول شوي او زرګونه اوسېدونکي اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي.مارکو روبیو اسراییل ته د حماس او اسراییلو ترمنځ د روانې جګړې د بحث او خبرو لپاره تللی دی.


















