د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د «نیویارک اعلامیې» د ملاتړ په تړاو د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د پرېکړه لیک له تصویبېدو هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې دا پرېکړه د فلسطین د دولت د تاسیس لپاره د نړیوال اجماع ښکارندویي کوي.
سعودي عربستان په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د فلسطین د مسالې د سوله ییز حل او د «دوو هېوادونو» د حل لارې په اړه پرېکړه لیک د هغه کنفرانس پایله ده چې په نیویارک کې د سعودي او فرانسې په ګډې مشرۍ ترسره شوی و.
د پرېکړه لیک له مخې، چې د ۱۴۲ موافقو او ۱۰ مخالفو رایو په اکثریت سره تصویب شوی، د ۱۹۶۷م کال د جغرافیې پر بنسټ د ختیځ قدس په پلازمینې سره د فلسطین د دولت جوړېدل او د فلسطین د ولس مشروع حقونه باید تضمین شي.
یاد پرېکړه لیک همداراز د اسراییلو له لوري په غزه کې پر ولسي وګړو او ملکي تاسیساتو بریدونه، کلابندي او د اوسېدونکو پر وړاندې د لوږې تحمیلول په کلکه غندلي دي. په پرېکړه لیک کې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه د حماس بریدونه هم غندل شوي او ټینګار شوی چې جګړه باید نوره ژر پای ته ورسېږي.
د راپورونو له مخې، د فلسطین د رسمیت پېژندنې موضوع به د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې د سعودي او فرانسې په ګډ کنفرانس کې، چې لس ورځې وروسته جوړېږي، وروستۍ شي.
























