د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې افغانستان د امریکا د شیکاګو ښار په پرتله ډېر خوندي دی.
ټرمپ دا څرګندونې له فاکس نیوز شبکې سره په مرکه کې وکړې. نوموړي ویلي، سره له دې چې افغانستان هره ورځ د غلاوو او وسلهوالو پېښو شاهد دی، خو د ده په وینا، د امریکا ځیني ښارونه لکه شیکاګو لا هم له پراخو جرمونو او تاوتریخوالي سره مخامخ دي.
د ټرمپ دا خبرې په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه پارولي دي. د امریکا ګڼو ښاریانو او د ټرمپ سیاسي منتقدینو دغه پرتلنه “ناسمه، جنجالي او حتی مسخره” بللې ده.
























