د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هغو هېوادونو ته خبرداری ورکړی، چې د ده په وینا «ترهګرو ته پناه ورکوي». نتنیاهو ویلي: «یا یې وباسئ او یا یې عدالت ته وسپارئ، ځکه که تاسې دا کار و نه کړئ، موږ به یې وکړو.»
هغه اعلان کړی، چې اسراییلي ځواکونو پرون د اکتوبر د اوومې د برید طراحان په قطر کې په نښه کړي دي؛ هغه هېواد چې د نتنیاهو په وینا ترهګرو ته پناه ورکوي، مالي ملاتړ یې کوي او د ژوند اسانتیاوې ورته برابروي.


























