د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) وايي، ډېری هغه کورنۍ چې د افغانستان په ختیځو سیمو کې د وروستیو زلزلو له امله بېکوره شوې دي، اوس د غرونو په لوړو او لرې پرتو سیمو کې ژوند کوي. دغه کورنۍ نه یوازې د خپلو کورونو له لاسه ورکولو له ستونزې سره مخ دي، بلکې د سختو جغرافیایي شرایطو له امله د مرستو له جدي کمښت سره هم لاس او ګرېوان دي.
د دې ادارې په وینا، د زیانمنو شویو سیمو ډېری کلي د سړکونو له نشتوالي د موټرو د تګ راتګ له اسانتیاوو بېبرخې دي، چې له امله یې د مرستو رسونه له ستر خنډ سره مخ شوې ده.
WFP زیاتوي، د اړتیا وړ خوراکي توکو د رسولو لپاره له غرنیو لارو او نورو بدیلو وسایلو کار اخلي، څو مرستې تر اړمنو کورنیو ورسوي.
د راپور له مخې، زلزلهځپلې کورنۍ له سړې هوا، د استوګنځای له نشتوالي او د پاکو اوبو له کمښت سره هم مخ دي، چې وضعیت یې لا پسې کړکېچن کړی دی.
د خوړو نړۍوال پروګرام چارواکو ویلي، چې له نورو مرستندویو بنسټونو سره په ګډه هڅې روانې دي، څو د خوراکي توکو ترڅنګ د خیمو او کمپلو په ګډون د نورو لومړنیو اړتیاوو د برابرولو هڅې هم ترسره شي.
دغه اداره ټینګار کوي، چې د افغانستان د زلزلهځپلو خلکو ژوند هره ورځ له نوو ننګونو سره مخ کېږي او د نړۍوالې ټولنې مرستې د هغوی د ژوندي پاتې کېدو لپاره حیاتي ارزښت لري.






















