یوې سیمهییزې محکمې په اسلاماباد کې د خیبر پښتونخوا د ایالت د اعلی وزیر علي امین ګنداپور د نیولو حکم صادر کړی دی. پر نوموړي د ناقانونه وسلو او الکولي مشروباتو د موندنې تور لګېدلی دی.
د محکمې قاضي امنیتي ځواکونو ته امر کړی، چې ګنداپور ونیسي او د سپتمبر په ۱۷مه نېټه یې د محکمې مخې ته حاضر کړي.



























