د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسراییل وروستی برید، چې په دوحه کې یې د حماس د مشرانو د پلاوي مذاکره کوونکي هدف وګرځول، په کلکه وغندلی او هغه یې «د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه» بللې ده.
اردوغان ټینګار کړی، چې انقره به د خپل ټول توان په کارولو سره د فلسطین او قطر ترڅنګ ودرېږي. هغه زیاته کړه: «په قطر کې د حماس د خبرو اترو پر پلاوي د اسراییل ننني برید یو ځل بیا دا حقیقت څرګند کړ، چې د نتنیاهو افراطي حکومت په بشپړه توګه د جګړې د ژورتیا او د سیمې د بېثباتۍ په هڅه کې دی.»
د ترکیې ولسمشر له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د دې ډول بریدونو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او د منځني ختیځ د کړکېچ د پراخېدو د مخنیوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي.


































