کیوبا او وینزویلا د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حماس د مشرانو پر غونډه د اسراییل وروستی برید په کلکه غندلی دی.
د کیوبا د بهرنیو چارو وزیر برونو روډریګز دغه برید د اسراییل له خوا «نوې بېمحاکمې وژنه» بللې او هغه یې د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه، د قطر پر حاکمیت تېری او د سیمې د امنیت او ثبات لپاره جدي ګواښ یاد کړی دی.
په ورته مهال، د وینزویلا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د اسراییل برید «بزدلانه اقدام» بللی او ټینګار یې کړی، چې دا د قطر د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض دی.
اعلامیې دغه برید «د دولتي ترهګرۍ عمل، د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض او د ملتونو د سولهییز ګډ ژوند پر اصولو څرګنده ننګونه» یاده کړې ده.


























