د پاکستان بندي پخواني لومړي وزیر عمران خان د دغه هېواد د پوځ د مشر عاصم منیر هڅې «کمعقلانه» بللې او ویلي یې دي، چې هغه د افغانستان له اوسني حاکم نظام سره اړیکې قصداً خرابوي.
عمران خان پر حکومت د افغان کډوالو د اېستنې او په خیبر پښتونخوا کې د پوځ عملیاتو له امله هم نیوکې کړي او ویلي یې دي، چې د سیمې د سولې او ثبات پر ځای ستونزې لا پسې زیاتېږي.


























