سیمهییزې سرچینې راپور ورکوي، چې په فراه ولایت کې د چاودنې له امله د یوې کورني اته تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا پېښه پرون مازیګر (دوشنبه، د وږي ۱۷مه) رامنځته شوې ده.
د معلوماتو له مخې، وژل شوي کسان یو سړی، یوه ښځه، پنځه هلکان او یوه نجلۍ دي، چې ټول د یوې کورنۍ غړي وو.
تر اوسه د اچاودنې دقیق لامل نه دی روښانه شوی او رسمي سرچینو په دې تړاو کومه تبصره نه ده کړې.


































