د افغاني سرې میاشتې ټولنې خبر ورکړی، چې د سویس د همکاریو د پراختیا دفتر له لوري د کونړ وروستیو زلزلهځپلو سره د مرستې په موخه ۲۰ ټنه غېرخوراکي توکي کابل ته لېږل شوي دي.د سرې میاشتې د معلوماتو له مخې، دغه مرستې پرون په کابل هوايي ډګر کې دوی ته وسپارل شوې. په مرستو کې ۳۱۰ خیمې او د ژمنیو جامو ۳۰۰ بستې شاملې دي.د سویس د همکاریو د پراختیا دفتر مرستیالې، ستاتا کیس، د مرستو د سپارلو پر مهال وویل، چې د کونړ د زلزلهځپلو د لاسنیوي لپاره به د سویس له لوري نورې مرستې هم برابرې شي.


























