د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن د پانګونې جذب او د افغانستان د برېښنا سکټور د ملاتړ په کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.
ملا عبدالغني برادر اخوند په خپلو څرګندونو کې وویل، چې افغانستان د لویو، متوسطو او کوچنیو پانګونو لپاره پراخ ظرفیتونه لري او د تولیدي منابعو د خامو موادو د کافي ذخایرو له امله غني هېواد بلل کېږي.
هغه زیاته کړه، چې افغانستان د اوبیزې، بادي او لمریزې برېښنا پراخې منابع لري، چې د دې منابعو له ګټې اخیستنې سره نه یوازې هېواد په برېښنا کې خودکفا کېدای شي، بلکې نورو هېوادونو ته د انرژۍ د صادرولو ظرفیت هم رامنځته کېږي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د برېښنا سکټور د پراختیا لپاره د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د جذب، په سکټور کې د پانګونې موجودو فرصتونو د معرفي کولو، د ننګونو د څېړلو او د حللارو د وړاندې کولو لپاره د دغه کنفرانس جوړېدل مهم وبلل او هیله یې څرګنده کړه، چې کنفرانس به د تطبیق وړ پایلو ترلاسه کولو سره په ښه ډول پای ته ورسېږي.
































