د خېبرپښتونخوا صوبایي حکومت د افغانستان د زلزلهځپلو کورنیو د ملاتړ په موخه د مرستو کاروان لېږلی دی. د دې ایالت چارواکو ۳۵ لارۍ مرستې د اسلامي امارت قونسلګرۍ ته وسپارلې.
په دغو مرستو کې درمل، ۱۰۰۰ ژمنۍ او د اوسېدو خیمې، ۱۰۰۰ ترپالونه، ۱۵۰۰ توشکونه، ۳۰۰۰ بالښتونه او ۲۰۰۰ کمپلې شاملې دي. چارواکو ویلي، چې یاد توکي د زلزلهځپلو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره برابر شوي دي.
د خېبرپښتونخوا حکومت په یوه خبرپاڼه کې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ او تسلیت څرګندونه کړې او ژمنه یې کړې، چې مرستې به تر هغه دوام ولري، څو د ځپل شویو کورنیو لومړنۍ اړتیاوې پوره شي.





















