د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چین ولسمشر شي جین پینګ، د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تورن کړي دي چې ګواکې دوی د بېجینګ په غونډه کې د امریکا پر ضد پټې مشورې کړې دي.
ټرمپ ویلي، اصلي پوښتنه دا ده چې آیا شي جین پینګ به د امریکا له لورې د چین د ازادۍ لپاره د ورکړل شویو مرستو او قربانیو یادونه وکړي او که نه.
هغه همدارنګه ټرمپ زیاته کړې، مهرباني وکړئ زما سلامونه ولادیمیر پوتین او کېم جونګ اون ته ورسوئ، په داسې حال کې چې د امریکا پر ضد مشورې کوي.






















