د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې ۵۳ تنه وژل شوي او ټپیان شوي دي.
دغه برید تیره شپه د شاوڼي لوبغالي ترڅنګ ترسره شوی، هغه ځای چې د عطاالله منګل ـ د بلوڅو یو سیمهییز مشر ـ د مړینې کلیزه نمانځل کېده.
د باور وړو سرچینو په وینا، په دې پېښه کې اتلس کسان وژل شوي او پنځه دیرش نور ټپیان شوي دي.ځایي پولیسو ویلي، چې د پنځو ټپیانو وضعیت نازک ښودل شوی.
سرچینې زیاتوي چې په دې مراسمو کې د عوامي ملي ګوند مشر محمود خان اڅکزی او د بلوڅ سیاسي ګوند مشر اختر منګل هم ګډون درلود، خو هغوی ته هېڅ زیان نه دی رسېدلی.
تر اوسه هېڅ یوې ډلې د دې خونړۍ حملې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.




















