د بلخ ولایت د دولت آباد ولسوالۍ ولسوال محمد یوسف یک تلویزیون ته وویل چې، نن یک شنبه سهار د ددغه ولسوالۍ اړوند سیمه کې د سرک غاړې ماین چاودنه رامنځته شوې چې په پایله کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۱ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د محمد یوسف په خبره په پیښه کې دوه سړي، څلور ښځې او پنځه ماشومانو وژل شوي دي.
ورته مهال د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل یک تلویزیون ته وویل چې، ماین د وسله والو طالبانو لخوا ځای پرځای شوی و.
عادل شاه عادل له قوله، یوه عراده سراچه موټر د دولت آباد ولسوالۍ په اړوندو کې د وسله والو طالبانو لخوا په سرک کې ځای پرځای شوي ماین وربرابر شوی چې، پکې سپاره ولسي وګړي وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
همهاله ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي چې، د دولت اباد ولسوالۍ په قرچي ګګ سیمه کې د هوایي برید او په بربر کلا سیمه د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې ۱۷ طالب وسله وال وژل شوي دي.