د کونړ سیمهییز چارواکي وايي، د تېرې شپې د زورورې زلزلې له امله تر دې دمه له ۷۰۰ ډېر کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې، تر ټولو ډېر زیان په چوکي، شیګل، نورګل او ماڼوګي ولسوالیو کې اوښتی. ویل کېږي د مزار درې په شوماش سیمه کې درې کلي په بشپړ ډول لاندې شوي چې یوازې هلته د ۶۰۰ کسانو مړینه ثبت شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت تایید کړې چې د ژغورنې ټیمونه د پېښې ځای ته رسېدلي او ژر به وروستي ارقام له رسنیو سره شریک کړي. همداراز، د دفاع وزارت چورلکې د ژغورنې عملیاتو ته لېږل شوې او ګڼ ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره د دغې سترې فاجعې په اړه خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې او له کورنیو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو یې د بیړني اقدام غوښتنه کړې ده.




















