د کونړ د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې د تېرې شپې د مرګوني زلزلې له امله تر اوسه لږ تر لږه ۲۵۰ تنه وژل شوي او شاوخوا ۵۰۰ نور ټپیان دي.
مسوولین زیاتوي، زیانمن شوي کسان د نورګل، سوکي، وټهپور، مانګي او چپهدرې ولسوالیو پورې تړاو لري.
ځايي چارواکي وايي، د مرګژوبلې وروستی شمېر لا روښانه نه دی او د ژغورنې عملیات په لرې پرتو سیمو کې لا هم روان دي.
























