په داسې حال کې چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو نوې څپه پیل شوې، د بشري حقونو یوه نړیواله ډله له اسلاماباده غوښتي چې دا بهیر ودروي او له نړیوالې ټولنې یې د افغان کډوالو د بیړني ملاتړ غوښتنه کړې ده.
پاکستان د سپټمبر له لومړۍ نېټې د شاوخوا ۱.۴ میلیونو افغانانو د ایستلو لړۍ به پیل کړې ، چې د پياوار کارټونه لري. تر څنګ یې نږدې ۸۰۰ زره کسان د افغان تابعیت کارټونه لري چې د پاکستاني چارواکو په وینا، هغوی هم په ناقانونه توګه مېشت دي.
د راپورونو له مخې، یوازې د اګسټ په میاشت کې له ۶۰ زرو زیات افغان کډوال د تورخم له لارې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.




























