امریکايي چارواکو اعلان کړی چې د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر محمود عباس او لسګونه نور چارواکي به په راتلونکې میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته پرېنږدي. ویل کېږي ځينې هېوادونه پلان لري چې په دې غونډه کې فلسطین په رسمیت وپېژني.
د رویټرز د راپور لهمخې، د عباس دفتر دا پرېکړه د ملګرو ملتونو د تړون خلاف بللې ده او یو شمېر اروپايي مشران یې هم غیرعادلانه ګڼي.
واشنګټن استدلال کوي چې د فلسطین د خپلواکۍ سازمان له خوا د ځینو توندلارو ډلو غندنه نه کېږي. له بلې خوا اسراييل د امریکا د دې پرېکړې هرکلی کړی دی.
























