یوه سویسي ورځپاڼه راپور ورکوي، چې سویس د کابل په ښار کې د بشرپاله مرستو یو دفتر پرانیستی او افغانستان ته په عملي توګه بېرته راګرځېدلی دی. دا دفتر د سویس د بهرنیو چارو وزارت د پراختیايي او بشرپاله همکاریو د ادارې یوه برخه ده.
ورځپاڼې «نویه زوریخه سایتونګ» د سې شنبې په ورځ لیکلي، چې سویس د روان کال د مارچ میاشتې راهیسې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره خپلې مرستې بیا پیل کړې دي.له ۲۰۲۱ کال وروسته، کله چې اسلامي امارت یو ځل بیا واک ته ورسېدل، سویس خپل دفتر وتاړه او کارکوونکي یې وایستل. اوس دغه هېواد لومړنی لوېدیځ هېواد ګڼل کېږي، چې د یوه بشرپاله دفتر له لارې په افغانستان کې حضور لري.
دغه دفتر د سویسي ډیپلومات اریک مارکلي په مشرۍ فعالیت کوي. نوموړي ویلي، د دفتر پرانیستل مثبتې پایلې لرلي او افغانانو سره د مرستې تر ټولو اغېزمنه لاره دا ده چې په خپله په افغانستان کې حضور ولري.

































