د منځنۍ اسیا هېوادونو ځانګړي استازي د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې یوې غونډې ته راټول شوي وو او د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه یې بحثونه وکړل.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، ګډونوالو د افغانستان په تړاو د یوې ځانګړې «تماس ډلې» د جوړېدو پر اړتیا ټینګار وکړ. د دوی په باور، دغه ډله کولای شي د یوه خپلواک سیمهییز چوکاټ په توګه د منځنۍ اسیا هېوادونو او افغانستان تر منځ د منظمې همغږۍ او خبرو اترو زمینه برابره کړي.
ګډونوالو ټینګار کړی چې د افغانستان جغرافیایي موقعیت او تاریخي ـ کلتوري اړیکې د دواړو لوریو تر منځ د ګډ کار او همکاریو اړتیا لا زیاته کړې ده.
د غونډې په پای کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا، د ټرانزیټي او ټرانسپورټي همکاریو د پیاوړتیا، او د کلتوري اړیکو د پراخېدو پر موضوعاتو هم بحث وشو.






















