یوې امریکایي محکمې پرېکړه کړې چې د سپټمبر ۱۱مې پېښې او د ختیځې افریقا په سفارتونو د بریدونو قربانیان د افغانستان د کنګل شویو ۳.۵ میلیارده ډالرو شتمنیو د ترلاسه کولو حق نه لري.
محکمې په خپله پرېکړه کې څرګنده کړې چې د افغانستان بانک د امریکا د بهرنیو واکمنیو د خوندیتوب تر قانون لاندې راځي او تر دې دمه داسې هېڅ شواهد نشته چې دغه بانک د ۲۰۲۱ کال د اګست له سقوط وروسته د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې راغلی وي.
خو د محکمې یو بل قاضي د دې حکم مخالفت کړی او ټینګار یې کړی چې د امریکا د «ترهګریزو ګواښونو د بیمې قانون» په اساس د ترهګرۍ قربانیان کولای شي د هر ډول شتمنیو دعوه وکړي. د نوموړي په وینا، دا چې افغانستان په رسمیت نه دی پېژندل شوی، د هغه مرکزي بانک شتمنۍ باید خوندي نه ساتل کېږي.
یاده پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ لا هم د امریکا په بانکونو کې دي او د هغوی د برخلیک په تړاو حقوقي او سیاسي بحثونه روان دي.


























