د «وال سټریټ ژورنال» ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې ویل شوي، د اټومي انرژۍ د نړۍوال اژانس عمومي مدیر رافایل ګروسي ته د ژوند د امنیتي ګواښونو له امله ۲۴ ساعته ځانګړې ساتنه برابره شوې ده.
راپور زیاتوي، د اتریش د ځانګړې امنیتي قطعې «کبرا» سرتېري د ګروسي د ساتنې مسوولیت پر غاړه لري. دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې د اتریش د څارګرې ادارې له درېیمګړي داسې معلومات ترلاسه کړل، چې د ګروسي ژوند له جدي ګواښ سره مخ دی. د دغه اژانس مرکز د اتریش په پلازمېنه ویانا کې موقعیت لري.
نږدې سرچینو ویلي، ګروسي پخپله هم منلې چې د ۲۴ ساعته امنیتي ساتنې له امله یې ورځنی ژوند په بشپړ ډول بدل شوی او هغه ته خبرداری ورکړل شوی چې ګواښ جدي وګڼي.
یاد ګواښ وروسته له هغې راپورته شو، چې د ایران او اسراییل تر منځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال ایراني چارواکو ګروسي تورن کړ، چې د ایران د اټومي فعالیتونو په اړه یې یو اړخیز راپورونه خپاره کړي او د جګړې د اور بلولو لامل شوی دی.
سره له دې، ګروسي لا هم له ایراني چارواکو سره اړیکې لري او څو ځله یې تهران ته سفر کړی دی. د نړۍوال اژانس د یوه پلاوي د سفر خبر هم نن ایران ته ورکړل شوی دی.






























