د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون تر اوسه د لومړنۍ پایلې په اړه ۹زره شکایتونه ثبت کړي او دا امکان هم شته چې دا کچه له دې هم زیاته شي.
د دغه کمیسیون چارواکي وایي د دومره شمیر شکایتونو د ثبتیدو تمه یې نه لرله.
لاهم د لومړنیو پایلو پر وړاندې د معترضو نوماندانو د شکایتونو د ثبتیدو لړۍ روانه ده، خو د نن شپې دولس بجې یې وروستۍ ګړۍ ده.
همدان نن چهارشنبې هم لږ تر لږه څلور زره شکایتونه د شکایتونو کمیسیون ته رسیدلي چې له دې ځایه بیا اړوندو ولایتونو ته لیږدول کیږي.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ ټاکنیزې ډلې تر ټولو زیات او د رحمت الله نبیل په مشرۍ ټاکنیزې ډلې تر ټولو کم شکایتونه کړي دي.
د عبدالله عبدالله ډلې تر اوسه له ۷زرو زیات شکایتونه ثبت کړي دي.
ورپسې د ګلبدین حکمتیار ډلې ۲۰۰۶ او د ولسمشر په مشرۍ دولت جوړوونکي ډلې څه باندې زر شکایتونه د شکایتونو کمیسیون ته ورسپارلي دي.
د رحمت الله نبیل په مشرۍ امنیت او عدالت ټیم بیا تر ټولو کم ۱۵ شکایتونه کړي دي.
د شکایتونو کمیسیون د ټولو شکایتونو ټولو وروسته هغه ۳۳ په برخو بیلوي او دریو پړاوونو کې یې څیړي.