چارواکي وایي سږ کال د افغانستان د زعفرانو تولید ۲۲ سلنه زیات شوی دی.
د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت شمیرې ښيي چې افغانستان کې روان کال کې څه باندې ۱۹ زره او ۴۰۰ کیلوګرامه زعفران تولید شوي دي.
د فغانستان د زعفرانو تر ټولو زیاته کچه په هرات ولایت کې تولیدیږي چې نړیوال نوم لري.
بلخ، فاریاب، کندهار، ارزګان، دایکندي او سرپل ولایتونو کې هم زعفران کرل کیږي او تمه شته چې دا کرکیله نورو ولایتونو ته هم وغزیږي.