د پاکستان تحریک انصاف ګوند له لوري د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی د دغه هېواد په ولسي جرګه کې د شهباز شریف د حکومت پر وړاندې د اپوزېسیون د رییس په توګه ټاکل شوی دی. د ګوند چارواکو ویلي، چې اڅکزی د پخواني وزیراعظم عمران خان په مستقیمه لارښوونه ټاکل شوی.
همداراز، عمران خان د خپل ګوند غړی اعظم سواتي د مشرانو جرګه کې د اپوزېسیون د رییس په توګه ټاکلی دی. محمود خان اڅکزی چې د پاکستان پوځ او اوسني حکومت پر ضد دریځ لري، دا لومړی ځل دی چې د حکومت خلاف د اپوزېسیون مشري په غاړه اخلي.
عمران خان په پنجاب کې هم د ایالتي حکومت پر وړاندې د اپوزېسیون لپاره پنځه کسان ټاکلي دي.
شنونکي باور لري، چې د اپوزېسیون نوو مشرانو ټاکنه د تحریک انصاف لپاره خورا مهمه ده، ځکه که دغه څوکۍ خالي پاتې شي، حکومت به د پارلمان بشپړ کنټرول ترلاسه کړي او د اساسي قانون د مهمو څوکيو په ټاکنو کې پراخ لاس ولري.
دا ټاکنې داسې مهال کېږي، چې د شهباز شریف حکومت په مشرۍ یوې محکمې په پارلمان کې د عمران خان ګوند د اپوزېسیون مشرانو غړیتوب لغوه اعلان کړی و. تحریک انصاف د ۲۰۲۴ کال د اګست پر ۸مه اعلان کړی و، چې نوي کسان به نه معرفي کوي او دغه پرېکړه به په محکمه کې ننګوي. د ملي اسمبلۍ پخواني اپوزېسیون مشر عمر ایوب هم ویلي و، چې د پېښور د عالي محکمې د حکم د نقض لپاره به د ټاکنو کمېسیون پر وړاندې دعوه وکړي.
هممهاله راپورونه وايي، چې پخوانی لومړی وزیر عمران خان په زندان کې له یو شمېر محدودیتونو سره مخ دی. ډان ورځپاڼې لیکلي، چې تېره اونۍ نوموړی ټلوېزیون، ورځپاڼو او حتی خپل خصوصي ډاکټر ته لاسرسی نه درلود.
























