د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ټېلیفون له لارې د الاسکا سرمشریزې پایلو، سوداګریزو اړیکو او د دواړو هېوادونو پر اړیکو خبرېاترې وکړې.
د ترکیې د اناډولو خبري اژانس د راپور لهمخې، اردوغان په خبرو کې ټینګار وکړ چې هېواد یې د عادلانه سولې د ټینګېدو لپاره په رښتینې توګه هڅه کوي او له هر هغه نوښت ملاتړ کوي چې موخه یې د ټولو اړخونو په ګډون یوې تلپاتې سولې ته رسېدل وي.
پوتین بیا د استانبول د بهیر په لړ کې د ترکیې د رول ستاینه وکړه او د سولې د خبرواترو د کوربهتوب او هڅو له امله یې له انقرې مننه وکړه.




















