تېره شپه د اسراییل یوې بېپیلوټه الوتکې د لبنان د سوېل د الحوش سیمې شاوخوا هدفونه وځپل. ورسره جوخت، د اسراییلي جنګي الوتکو لخوا د انصار ښار په شاوخوا کې هم هوايي بریدونه ترسره شول.
د لومړنیو راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه څلور تنه ټپیان شوي دي. د پېښې نور جزئیات او د تلفاتو کره شمېر لا تر اوسه روښانه نه دی.
دغه بریدونه په داسې حال کې شوي چې د لبنان سوېلي سیمې په وروستیو ورځو کې د اسراییل او حزبالله ترمنځ د شخړو د زیاتېدو شاهدې دي.


















