افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف ویلي روسیه تمه لري چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه ژر لاسلیک شي.
کابلوف که څه هم د دغه تړون لاسلیک کیدو نیټې په اړه څه نه دي ویلي خو زیاته کړې یې ده چې کیدای شي دا تړون د نوي میلادي کال له رخصتیدو وروسته لاسلیک شي.
کابلوف وړاندې د روسیې تاس خبري اژانس ته په خبرو کې ویلي و چې طالبان او امریکا د تړون لاسلیک کیدو ته نږدي شوي او د دې تړون لاسلیک کیدو لپاره یې روسیې ته هم بلنه ورکړې ده.
څو ورځې وړاندې داسې رپوټونه خپاره شول چې ګني امریکا له طالبانو غوښتي چې د تړون لاسلیک کیدو سره سم لس ورځې اوربند هم اعلان کړي.
بیا وویل شول چې د قطر د طالب مشرانو یو درې کسیز پلاوی دې چارې په تړاو سلامشورې لپاره پاکستان ته سفر کړی او خپلو مشرانو سره په دې سلا شوي چې اوربند ومني.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک کیدو او افغانستان کې د تاوتریخوالي ختمولو لپاره تمې تر بل هر وخت زیاتې شوي دي، خو وبه لیدل شي چې دا هوکړه به وشی کنه او ایا دا تړون به د افغانستان جګړه ختمه کړي که نه.