د ایران د کورنیو چارو وزارت مرستیال علي اکبر جمشیدیان ویلي، چې د افغان کډوالو د ستنولو له امله په دغه هېواد کې ځینې ولایتونه د کاري ځواک له کمښت سره مخامخ شوي دي.
نوموړي له ایرانۍ رسنۍ صدا او سیما سره په مرکه کې ویلي، په ایران کې ډېری کار ورکوونکي د افغان کارګرو په ګومارلو کې لېوالتیا لري. د ده په وینا، تر دې وړاندې په ایران کې شاوخوا ۶.۵ میلیونه افغان کډوال مېشت وو چې څه باندې دوه میلیونه یې د اوسېدو قانوني اسناد نهلرل.
جمشیدیان ټینګار کړی، هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد ونه لري د ایران لپاره لویه ستونزه جوړوي او باید بېرته افغانستان ته ستانه شي. نوموړي زیاته کړې، هغه کسان چې په خپله خوښه ستنېږي، کولای شي له قانوني لارو بېرته ایران ته ولاړ شي.
د چارواکو په وینا، یوازې د روان زېږدیز کال له پیله تر اوسه څه باندې ۸۰۰ زره کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.


















