ډان ورځپاڼې نن راپور ورکړی، چې په پاکستان کې د سختو اورښتونو، بادونو او توپانونو له امله د اګست تر ۲۱مې نېټې پورې د خطرناکو سېلابونو اټکل شوی دی.
د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوینې له مخې، د دغه هېواد تر واک لاندې کشمیر، ګلګت بلتستان، پښتونخوا، پنجاب، سیند او بلوچستان کې به سخت اورښتونه وشي چې ورسره د ناڅاپي سېلابونو او د غرنیو سیمو د ښویېدو ګواښ موجود دی.
د ادارې په وینا، د پاکستان لوی ښارونه لکه اسلاماباد، لاهور، کراچي، پېښور او ګوجرانواله هم د سېلاب له خطر سره مخ دي.
د پنجاب د افتونو د مخنیوي ادارې د دې ایالت د یو شمېر ولسوالیو خلکو ته سپارښتنه کړې چې له سیندونو او خوړونو څخه لېرې پاتې شي او تفریحي ځایونو ته هم له تګ ډډه وکړي.




























